امریکا او متحده عربي اماراتو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

امریکا او متحده عربي اماراتو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په تړاو خپل سفرونه پیل کړي دي چې تر دې وړاندې تاجکستان، ترکمنستان او ځینو نورو هېوادونو ته د افغانستان په اړه د خبرو او بحثونو په اړه تللی دی.
(2022 / 6 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا او متحده عربي اماراتو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځاګړي استازي په متحده عربي اماراتو کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر احمد علي الصایق سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. امریکایي لوري ویلي چې د افغانستان په مسئله کې د اماراتو له مرستو مننه کوي او تمه لري چې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې نورې هم ډېرې کړي.
متحده عربي اماراتو هم ټینګار کړی دی چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په تړاو خپل سفرونه پیل کړي دي چې تر دې وړاندې تاجکستان، ترکمنستان او ځینو نورو هېوادونو ته د افغانستان په اړه د خبرو او بحثونو په اړه تللی دی.





