امریکايي وګړو پر بایډن غږ کړی چې د غریبو افغانانو شتمني آزاده کړي

امریکايي وګړو پر بایډن غږ کړی چې د غریبو افغانانو شتمني آزاده کړي
دوی ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی او دوی له بایډن څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د دغه هېواد کنګل شوې پیسې بېرته افغانانو ته وروګرځوي.
(2022 / 6 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په متحده ایالتونو کې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو یو ځل بیا پر بایډن غږ کړی دی چې په افغانستان کې د بشري بحران پراختیا مخنیوي لپاره د دغه هېواد پیسې ازادې کړي.
دوی ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ښه نه دی او دوی له بایډن څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د دغه هېواد کنګل شوې پیسې بېرته افغانانو ته وروګرځوي.
د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو د ډلې یو پلاوی چې په وروستیو کې افغانستان ته راغلی وو ویلي یې دي چې افغانان له قحطۍ سره مخ دي، په زرګونو خلک د خیریه بنسټونو مخته په کتار کې ولاړ وي نو د دې لپاره چې دا لوږه نوره هم پراخه شي بایډن باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانانو کنګل شوې پیسې بېرته افغانانو ته ورکړي.
اړوند موضوعات:
د اسلامي همکاریو سازمان: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ژر تر ژره ازاده کړل شي
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر ملي شتمني کنګل کړې ده.





