باړه کښې د مشرانو جرګې د دو اړخونو ترمینځ د امن تیګه ایښې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د تحصیل چيئرمېن مفتي کفيل آفريدي په مشرۍ کښې د قم اکاخېل تپې معروف خيل او مارغټ خيل ترمېنځه يوه جرګه د 16 جون د ماسپښين تر 12 بجو پورې د امنیت ټینګښت لپاره تیګه ایښې ده.
د امن دې تیګه ایښودو په مهال حاجي خيال زمان آفريدي د دواړو اړخونو چې د زمکې په سر نښتي دي، ددې ګروپونو مشرانو سره ی خبري وکړې.
په دي موقع الماس خان،حاجي سرمير او عبدالرحيم نه علاوه نور د ضلعي انتظاميي او پوليس ايس ايچ او شمشاد آفريدي او نور مشران او ځوانان هم موجود وو. پولیس ایس ایچ او دواړو اړخونه ته په ډاګه کړې ده چې چا هم چې د امن د جرګې او تیګې څخه سرغړونه وکړه نو ددوی په ضد به کاروایی وشي.
د جرګي نه وروستو چيئرمېن مفتي کفيل آفريدي ميډيا سره خبرو کښې اوويل چې مونږ د دواړو غاړو د مشرانو منندويه يو چې د دې جګړې د هوارولو لپاره ی زمونږ دامن خبره او جرګه اومنله او مونږ ته ی نور ر وخت راکړو.
په جرګه کې د شېرخېلو قبیلې ټاکل شوي جنرل کونسلران سید جمال، محمد خان او جعفر خان هم موجود وو.






