پیښور کښې د سماج دښمن کسانو په ضد کاروایی دوام لري

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور د انقلاب پوليس مشرانو او اهلکارو د سماج دښمنه کسانو په ضد کاروائي کښي شپږ ملزمان نيولي دي.
د پولیسو له لوري خپور شوي راپور مطابق له نيول شويو کسانو څخه وسلې او نشه يي توکي ترلاسه شوي او په اړه يې نورې پلټنې پيل شوي دي.
د یادونې ده چې د پیښور پولیسو هغه تورن تن هم نیولې دې چې په ده تور دې چې د مکتب ښځینه ښوونکې ی وژلې ده.
دجاري شوي راپور مطابق د تهکال پوليس هغه ملزم ګرفتار کړے کوم چې په زوره باندې یوې ښځینه ښوونکې سره واده کول غوښتل او په انکار ی هغه استاذ وژلې وه. د نیول شوي تورن تن د قبضې نه وسله هم برآمد شوې او مقدمه درج کړې شوې ده او نور تحقیقات شروع کړې شوي دي.

Leave a reply