په ملک کښې د کومې اقتصادي ایمرجنسي اعلانولو ته هیڅ اړتیا نشته: مفتاح اسماعیل

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو دوه چنده کولو سره دوي د مالي بحران نه راوتلي دي۔

مفتاح اسماعیل په ټوېټر د یو بیان په خپرولو سره ویلي، چې په هېواد کې هېڅ ډول مالي اضطراري حالت نه دی اعلان شوی او نه ورته اړتیا شته.
ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به نن د حكومتي لګښتونو كمولو لپاره د سختو اقداماتو اعلان كوي۔

ياده دي وي چي تيره ورځ حکومت د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښي نوره هم اضافه کړي وه چي پکښي د ملک په تاريخ کښي اول ځل د پټرولو بيه دوه سوه روپئ في ليټره ته رسيدلي وه۔

د پیټرولیم د قیمت زیاتولو او په ملک کښې د روانې ګرانې په ضد ټول عوام په سرکونه راوتلې او غوښتنه کوي چې حکومت دې په ملک کښې د ګراني قابو کړي چې له امله ی عام غریب اولس سخټ ځپل شوې دې.


……………………………..

Leave a reply