د وړوکي معاویه پلار هم د کابل په سیند کښې د خپل ځوی مړي د پیدا کولو لپاره هڅې پیل کړي دي

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د نهه کلن زده کوونکي معاويه پلار،هم د خپل ځوی د مړي پیدا کولو لپاره د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه شین پوخ کښې د کابل په سيند هڅې پیل کړي چې خپل د ځوی مړې پیدا کړي.
د یادونې ده چې په تیر ۳۱مه می معاویه د خپلو ملګرو سره د کابل سیند غاړې ته د اینځرو خوړلو او کورته راوړلو لپاره لاړو خو خپه ی اوخویده او د کابل په سیند کښې ډوب شو چې تر نن پورې ی مړې نه دې موندل شوې.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم د معاویه د ډوبیدو په لټه کې دی د امنیتي ځواکونو یوه ډله او د ځایی خلقو یوه ډله هم د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي خو له ۷ ورځو وروسته د معاویه په نوم د یوه ماشوم مړی د کابل په سیند کښې نه دې موندل شوې.

Leave a reply