وزیراعظم شهباز شریف به سبا پري بجټ کانفرنس کښې ګډون کوي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف به سبا د نهې په ورځ په یو مهم کانفرنس کښې ګډون او وینا کوي.
د اې پي پي راپورټ مطابق وزیراعظم شهباز شریف به په دې مهم کانفرنس کښې په كاروبار ٬ كركيله او آئي ټي كېدونكوي پري بجټ كنفرنس كښې د خاص مېلما په حېث ګډون وکړي او خپله وینا به هم وکړي.
د راپور مطابق د دې كنفرنس مقصد د پاکستان شخصي تجارتي سیکټر څخه د راروان مالي كال 23 ۔ 2022 په اړه وړاندېزونه اخستل او په نجي كاروباري څانګه كښې تندي رامخې ته كول دي چې په دې مهم کانفرنس کښې به د خبرو ترلاندې راشي او ټینګار به پرې وشي.
د یادونې ده چې د شهباز شریف اتحادي حکومت دا وخت د سخت اقتصادي او سیاسي ننګونه سره مخ دي، په هیواد کښې په لسو ورځو کښې د تیلو بیعې ۶۰ روپۍ اوچتې شوي دي او په ملک کښې د هر ورځ ګرانۍ څخه غریب اولس سر ټکوي او په سرکونو ی احتجاجونه پیل کړي دي چې حکومت دې په ملک کښې ګراني کمه کړي. د یادونې ده چې حکومت وفاقي بجټ کال ۲۰۲۲-۲۳ په راروان ۱۰ جون اعلان کړې دې.






