د پیغمبر اسلام سپکاوې ، د پاکستان اطلاعاتو وزارت یو مهم بیان خپور کړې

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د هند د واکمن ګوند بي جي پي د مشرانو د توهين آميز بيان په سختو ټکو غندنه کړې او ويلي يې دي چې دا د هغې د افراطي او فتنې ذهنيت يوه بله څرګندونه ده.
په یوه بیان کې، وزیرې وویل چې د بهارتیا جنتا ګوند مشرانو د اسلام د سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد (ص) د بې احترامۍ په ښودلو سره خپل ځانونه بې ارزښته او بې معنی ثابت کړي دي.
نوموړې اوویل چې هیڅ نیک انسان چې د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاک سیرت مطالعه کړي، بې له احترامه ژوند نه شي کولای.
هغې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د بین المذاهب همغږي او سپیڅلو اشخاصو ته د درناوي لپاره د نړیوال غورځنګ پروړاندې د هند د حکومت چلند او اقدامات په پام کې ونیسي.
مريم اورنګزېب وويل هند د اقليتونو په تېره بيا د مسلمانانو د بنيادي حقونو، مذهبي ازادۍ او بنيادي بشري حقونو په سرغړونې مجرم دی او بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.
هغې وويل، هر مسلمان د رسول الله (ص) عزت او حرمت له خپل ژوند څخه ګران ګڼي او د دې هدف لپاره مرګ ته چمتو دي.






