پاکستان جاپان سره په اقتصادی اړیکو تمرکز کوي: وزیراعظم شهباز شریف

0
144

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د شورو په ورځ وئيلي دي چې د هغه حكومت د جاپان سره د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګه كښې د اړيكو په ښه كولو تمرکز كوي۔

د جاپاني کمپنیو د پلاوي سره په ملاقات کې وزیراعظم وویل چې د سرمایه کارۍ انفراسټرکچر په سمه توګه کار کولو په لاره کې به خنډونه لرې شي.

وزيراعظم په دې لړ كښې په پاكستان كښې د جاپاني كمپنيو د ستونزو د هواري لپاره په ترجيحي بنيادونو يوه كمېټي جوړه كړې او په يوه هفته كښې ئې رپورټ غوښتې دې۔
وزيراعظم نوازشريف جاپان د پاکستان نزدې ملګرى وباله او ويې ويل چې دغه هېواد د پبلک سکټور پرمختګ کښې پاکستان ته تر ټولو لوئ مرسته کوونکى هېواد دے.

ده ووئيل د جاپان لخوا په اوو لسيزو كښې د 13 اربه ډالرو سخاوتمندانه مرسته شوې او د پاكستان په پرمختګ كښې ئې ډېره مرسته كړې۔

وزیراعظم شهباز شریف په دې موقع اوویل چې د جاپان انټرنېشنل کوآپرېشن اېجنسۍ (جائكا) د فني فزيبليټي سټډيز ترسره كولو له لارې پاكستان ته د مرستې او دوه اړخيزه قرضې وركولو لپاره د فني مرستې په وركولو كښې مثبت رول لوبولې دې۔

Leave a reply