د ویسټ انډیز ټیم پاکستان ته رارسیدلې دې

باغي ټي وي رپورټ
د ویسټ انډیز لوبډله د پاکستان خلاف د دریو یو ورځنیو لوبو سیریز لپاره ملتان ته ورسیده.
د ویسټ انډیز لوبډله د درې یو ورځنیو لوبو سیریز لپاره لومړی اسلام اباد ته رسېدلې او بیا د یوه شخصي هوايي شرکت له لارې ملتان ته رسېدلې ده.
د یو راپور مطابق د لوبډلې د راتګ پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
ملتان ته په رسیدو سره د لوبډلې تود هرکلی وشو، چې ویډیو یې د پاکستان کرکټ بورډ په خپل ټویټر اکاونټ شریکه کړه.
ياده دي وي چي د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځه د دري يو ورځنيو لوبو سيريز به د جون په اتمه نيټه ملتان کښي شروع کيږي ددواړو ټيمونو ترمينځه دويم يو ورځني ميچ به د جون په 10مه نيټه او دريم او اخري يو ورځني ميچ به د اتوار په ورځ د جون ۱۲ لوبولي شي۔
A warm welcome to @windiescricket in Multan 🤩#KhelAbhiBaqiHai | #PAKvWI pic.twitter.com/UTsr3f8iGV
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) June 6, 2022






