د پاکستان فوځ هم د بې جې پی ویاند له لوري د پیغمبر سپکاوي غندنه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او سیاسي مشرانو وروسته د پاکستان پوځ هم د هند د واکمن ګوند بي جي پي د مشرانو له لوري د توهینونکو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ د هندي چارواکو له سپکاوي ډکې څرګندونې غندلې دي.
د آئي ايس پي آر له مخې د بي جي پي مشرانو پارونکي بيانونه ډير دردناک دي چې په هندوستان کښې د مسلمانانو او نورو مذهبونو خلاف د کرکې څرګندونه کوي۔
ياده دې وي چې د بي جي پي مرکزي وياند نوپور شرما د يو ټي وي چينل په پروګرام کې اسلام او پېغمبر صلی الله علیه واله وسلم په اړه د سپکاوي بیان کړې وو.
په هند او بهر کې د بی جے پی د ویاند د سپکاوي په بیان باندې غصه څرګندیږي او په ټوله نړۍ کښې په هند باندې سختې نیوکې دوام لري.
د هند په ښارونو کې له مظاهرو او لاریونونو وروسته پولیسو په یو اړخیزه عملیاتو کې د ۱۵۰۰ مسلمانو اتباعو پرضد مقدمې درج کړې او ګڼ کسان یې نیولي دي.






