د پي ټي آیی مشر ګواښ کړې چې هغه به ځانمرګي برید وکړي

0
72

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي عطاء الله ایڈووکیټ ګواښ کړی چې که عمران خان ته څه وشي نو ځانمرګی به برید وکړي.

د قومي اسمبلۍ غړي عطاء الله ایڈووکیټ لخوا جاري شوي یو ویډیويي بیان کې ویل شوي چې که د عمران خان ویښتان هم خراب شوي وي نو هغه څوک چې ملک چلوي هغه دې واوري نه ستاسو بچیان.

عطاالله وکیل زیاته کړه چې که عمران خان ته څه وشي نو زه به ځانمرګی برید وکړم، هغه وایی چې په دې توګه زرګونه نور ځانمرګي بریدګر چمتو دي.
ياده دي وي چي تيره ورځ د پي ټي آئي وائس چيرمين شاه محمود قريشي هم يو بيان کښي وئيلي وو چي که چري حکومت د عمران خان د نيولو کوشش وکړو نو په ټول پاکستان کښي به سخت غبرګون وښيي۔

دوه ورځې وړاندې دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله پخپل يو بيان کې وئيلي وو چې عدالت څخه دضمانت ختميدو سره به ددوي امنيتي کسان عمران خان ونیسي.

Leave a reply