وزیر دفاع په ملک کښې د دو رخصتیو په اړه مشوره ورکړې ده

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف په اونۍ کې د دوو رخصتیو وړاندیز کړی دی.

په ټوېټر جاري شوي يو بيان کې خواجه اصف ويلي چې په اوسنيو حالاتو کې بايد د خالي، اتوار په ورځو رخصتي او جمعې په ورځ نيمه ورځ رخصتي وي يعني په هفته کې څلور او یوه نیمه ورځ کار وشي.

هغه وويل، چې په کاري ورځو کې بايد د دفترونو کاري ساعتونه يو ساعت وغځول شي، چې په دې توګه پر سړکونو به ترافیک کم وي ، د تېلو او برېښنا د بچ کولو په برخه کې دا ډول تدبيرونه د کفايې فرهنګ ته وده ورکوي.
یاده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظمۍ څوکۍ په غاړه اخستو سره د خالي په ورځ د رخصتۍ ختمولو اعلان کړې وو خو حکومت دا واپس بحال کړې وه.

Leave a reply