د ډپټي خیبر په مشرۍ کښې د وکیلانو د زور زیاتي په ضد احتجاجي مظاهره وشوه

0
85

باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي د وکيلانو له لوري د پيښور د ډي سي په دفتر برید او د وکیلانو د زور زیاتي په ضد نن ډي سي خیبر په مشرۍ کښې احتجاجي مظاهره شوې ده.

په پېښور کې د وکيلانو د ځورونې او برید په ضد د ډپټي کمشنر خېبر په د دفتر کښې یوه احتجاجی مظاهره ثبت شوه.

د خپور شوي یو بیان مطابق په دې احتجاج کښې انتظامي افسرانو، تحصيلدارانو، د لائن ډيپارټمنټ افسرانو او د دفتر کارمندانو ګډون اوکړو.
د ډی سي خیبر د ویاند مطابق ډپټي کمشنر خيبر د پيښور د ډپټي کمشنر دفتر باندي د وکيلانو د حملي سخته غندنه کړي ده او احتجاجي مارچ کې برخه اخیستونکو افسرانو پلې کارډونه نیولي وو چې په دې باندی ی خپلې غوښتنې لیکلې وې.

په خېبر کې ټول ضلعې ادارې دفترونه تړل شوي او په مکمله توګه تړل شوي وو. انتظامي افسرانو د ريلي په شکل وزيراعلي سيکرټريټ ته مارچ وکړو. ډپټي کمشنر پيښور سره د وزيراعلي سيکرټريټ مخي ته په احتجاج کښي ګډون اوکړو۔ کیل د حکومتي وظیفې پر مهال د پټرول پمپ چیک کولو پر مهال اداري افسر ته سپکاوی کړی.معز عدالت د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر د اوريدو بغير د ايف آئي آر درج کولو احکامات جاري کړي دي۔ د وکيلانو د زورزياتي په ضد په ټول ضلع کښي تحصيل او ضلعي دفترونه په مکمله توګه بند کړے شوي وو.

Leave a reply