د پاکستان ایټمي توان د ملک د دفاع او د سالمیت ضمانت ورکوي: جنرال ندیم رضا

0
206

باغي ټي وي رپورټ
د جوائنټ چيف آف سټاف کميټۍ چيئرمېن او د نېشنل کمانډ اتھارټي ډپټي چيئرمېن جنرل نديم رضا خپل لنډ دریځ د بیانولو په موقع په یو بیان کښې ویلي دي چې د نېشنل سټراټيجک پروګرام په اړه بې بنياده ،بې ځایه تبصرو نه بايد په هر قيمت ډډه وشي، هغه اوویل چې سول او ملټری اسټبلشمنټ د سټریټیجک پروګرامونو سره د اوسپنې د دیوال په شان ولاړ دي.
په نېشنل یونیورسټۍ آف سائنس اینڈ ټېکنالوجۍ (NUST) کې یوه سیمینار ته په وینا کې جنرال ندیم رضا وویل چې د پاکستان ایټمي توان د ملک د دفاع او سالمیت ضامن دی او اټومي پروګرام د خلقو او ټولو سیاسي ګوندونو ملاتړ لري.

هغه وويل، د ملي ستراتيژيک پروګرام په اړه بايد له بې بنسټه او غیر ضروري څرګندونو څخه په هر قيمت ډډه وشي او زياته يې کړه، چې ملکي او نظامي مشرتابه د اوسپنې دیوال په څېر د دغه ستراتيژيک پروګرام تر څنګ ولاړ دي.

جنرال ندیم وویل چې ملي امنیت نه ویشل کیږي او پاکستان به د خپل اټومي پروګرام په اړه جوړجاړی ونکړي،هغه اوویل او زیاته ی کړه چې پاکستان یو مسؤل او باوري اټومي هیواد دي.
هغه اوویل چې پاکستان د باور وړ اټومي توازن په چوکاټ کښې دې.
د نېشنل کمانډ اتھارټی مرستیال چیئرمېن جنرل ندیم رضا زیاته کړه چې زمونږ د ملی امنیت او حفاظت میکانیزم د هر قسم تهدید په مقابل کښې د ټولو ملی او نړیوالو قوانینو مطابق دی او د هر ډول ګواښونو په وړاندې د ځواب ویلو او تبصرې کولو اختیار لری.

Leave a reply