م،م افغانستان سره د درې میلیارده ډالره مرستې د تشې ډکولو غوښتنه کړې  

0
440

م،م افغانستان سره د درې میلیارده ډالره مرستې د تشې ډکولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بیا وایي چې دوی یوازې ۱،۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي چې دا تر ډېره امریکا، د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې ورکړي دي.

 

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې لپاره د میلیاردونه ډالرو تشې د ډکولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د ترسره کولو لپاره د پنځه میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له دې ډلې یې یوازې ۳۵ سلنه ترلاسه کړې دي.

ددغه ادارې په خبره دوی اړ دي چې د بشري مرستو او ژوند ژغورلو لپاره په افغانستان کې پراخې مرستې وکړي او لا هم باید د څه باندې ۳ میلیاردو ډالرو تشه ډکه کړل شي.

ملګرو ملتونو له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له دوی سره مرستې وکړي او په افغانستان کې روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري بیا وایي چې دوی یوازې ۱،۴ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي چې دا تر ډېره امریکا، د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې ورکړي دي.

Leave a reply