امریکا کې یو وسلوال برید ۱۴ کسه وژلي دي
امریکا کې یو وسلوال برید ۱۴ کسه وژلي دي
رسنۍ وایي چې په دې بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان دي او درې نور وژل شوي دي. پولیس وايي د پېښې په اړه یې هر اړخیزه پلټنه پيل کړې ده خو تر دې دمه د شکمنو کسانو په نیولو نه دي بریالي شوي.
(2022 / 6 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا کې پر عامو وګړو د ډزو په دوام تازه په فیلادلفیا کې پر ملکي وګړو ډزې شوې دي.
فیلادلفیا ښار پولیسو رسنیو ته ویلي چې د خلکو پر ګڼه ګوڼه څو وسله والو په یوه وخت برید کړی دی او شاوخوا ۱۴ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
رسنۍ وایي چې په دې بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان دي او درې نور وژل شوي دي. پولیس وايي د پېښې په اړه یې هر اړخیزه پلټنه پيل کړې ده خو تر دې دمه د شکمنو کسانو په نیولو نه دي بریالي شوي.
اړوند موضوعات:
په امریکا کې په یوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي دي
په امریکا کې په وروستیو کې پر عامو وګړو د بریدونو پېښې ډېرې شوې دي چې مسله امریکايي حکومت اندېښمن کړی دی.