نایجیریا کې وسله والو پۀ کلیسا برید کې پنځوس کسه وژلي دي
نایجیریا کې وسله والو پۀ کلیسا برید کې پنځوس کسه وژلي دي
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن په نایجیریا کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې کړې دي چې پنځوس کسه یې وژلي دي.
(2022 / 6 / 6 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ
نایجیریا کې وسله والو پر یوه کلیسا برید کړی دی. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو نن په نایجیریا کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې کړې دي چې پنځوس کسه یې وژلي دي.
ځايي امنیتي چارواکي وایي چې دا پېښه خورا بوږنوونکې ده او دوی هڅه کوي د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت هم چا نه دی منلی خو د نایجیریا حکومت دا قتل عام بللی دی او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې ژر ددغه پېښې عاملین ونیسي.