وزیراعظم شهباز شریف په بنګله دیش کښې د اور لګیدلو له امله د ۵۰ کسانو د وژنې په پیښه د غم څرګندونه کړې ده

0
99

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ګل په ورځ په بنګله ديش كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې په وژل شوو كسانو د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي دي چې په بنګله دیش کې د اورلګېدنې په پیښه کې د قیمتي خلقو د ژوند په ضایع کیدوباندې خواشینی شوې یم.

لومړي وزیر د بنګله دیش له حکومت او خلقو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د غمجنو کورنیو سره ی ځان په دې غمجنه پیښه کښې یو ځای اوبلل.

هغه وویل چې په دې غمجنه پیښه کښې زما د زړه له کومي خواشیني او خورا صادقانه خواخوږي د بنګله دیش له حکومت او خلکو سره دي.

د یادونې ده چې په بینګله دیش کښې د جنوبي بندري ښار چتاګانګ ته نزدې په یوه ډیپو کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

Leave a reply