نایجیریا کښې په یو چرچ کښې ډزې او چاودنه شوې

دا د کال ۲۰۱۲ د چادنه عکس دې چې په نایجیریا کښې په یو کلیسا شوې وه: فایل فوټو سي این این
باغی ټي وي رپورټ
په نایجریا کې پر یوې کلیسا برید شوې دې، په دې برید کښې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي شوي دي .
د رسنیو د راپورونو له مخې، د یکشنبې په ورځ د نایجریا په جنوب لویدیځ کې د سینټ فرانسیس کاتولیک کلیسا کې د ډزو او چاودنې له امله د څو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د اوندو ایالت په یوه کلیسا کې ګڼ شمېر عبادت کوونکي موجود وو، چې یوه وسله وال پرې ډزې وکړې او ورپسې یوه زوروره چاودنه وشوه.
د اوندو ګورنر په دغه برید کې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل، چې زمونږ د سولې او یووالي د دښمنانو له خوا برید شوی دی.
د اوندو په یوه سیمه ییز روغتون کې د ډاکټرانو په وینا تر اوسه روغتون ته تر ۴۰ ډېر مړي راوړل شوي، خو حکومتي چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د رسنیو د راپورونو له مخې تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.د یادونې ده چې به ناجیریا کښې یوه تندروه ډله چې خپل ځان نایجیریا طالبان بولي(بوکو حرام) په چرچونه او نور حکومت ځایونو بریدونه کوي او غوښتنه کوي چې په دې هیوادکښې سوچه اسلامي نظام نافذ کړي.






