پاکستان د خړ لسټ څخه د ایستلو ټولې هڅې مونږ کړي دي: شیخ رشید
باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید په هېواد کې د روان کال د ټاکنو احتمال ته اشاره کړې ده.
په راولپنډۍ کې ميډيا سره خبرو کې شيخ رشيد وويل که حکومت دانتخاباتو نيټه اعلان کړي نو خبرې اترې کولى شي، دانتخاباتو نيټې ورکولو پرته به عمران خان له هيچا سره خبرې نۀ کوي، هغه به دحکومت په ضد دراتلونکې تګلارې اعلان وکړي.
هغه وويل، چې د روان کال ټاکنې په داسې حال کې څاري، چې حکومت د رايې ورکوونکو په لېستونو او حوزو کې بدلونونه راوستي دي.
پخواني وزیر وویل چې په هیواد کې د حکومت په نوم هیڅ شی نشته، پلار او زوی یې وفاق او یوه صوبه په واک کې اخیستې ده.
شیخ رشید یو بل مهمې موضوع ته په اشاره سره اوویل چې د پاکستان هیواد نوم د خړ لسټ څخه د ایستلو لپاره ټولې هڅې مونږ کړي دي.