عمران خان تر ټولو ډیر قرض اخستې ، مونږ لپاره ی هم ستونزې پیدا کړي: د خزانې وفاقي وزیر

0
119

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په بجټ کې اعلان کړی چې په مزدور او نوکر پیشه طبقه به هيڅ قسمه ټيکس نه لګول کيږي.

د جيو نيوز پروګرام جرګې ته په خبرو کې مفتاح اسماعيل وويل، په نوې بجټ کې به ټيکسونه په اشرافیه (مالداره خلقو) لګول کېږي نه په نوکرانو خلقو.

ده ووئيل چې موجوده حكومت پاكستان د دیوالنه څخه بچ كړې، عمران حكومت شل زره اربه روپۍ قرض اخستې، عمران خان په قصدي توګه زمونږ لپاره ستونزې جوړې كړې دي.
د خزانې وزير وويل چې د پټرولو د نرخونو د زياتولو په اړه د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) سره هم د عمران حکومت لاسليک کړى، چې له مخې به يې راتلونکي کال ٢١ ميليارده ډالره پورونه ورکول کېږي.

مفتاح اسماعيل د لوډشيډنګ دوراني زياتوالي په اړه وويل چې که په نړيوال بازار کې د تېلو بيه نوره هم لوړه شي نو حکومت سره د تاوان د برداشت کولو لپاره پيسې نشته، د بجلۍ کارخانې بندې دي او استعداد نه لري نو هم دې له امله لوډ شیډنګ دوام لري. هغه زياته کړه چې د پي ټي آئي غړي په قومي اسمبلۍ کې هم د خپلو تنخواګانو پریښودلو ته تيار نه دي، هغه اوویل چې د پي ټي آیی غړي اسمبلۍ ته هم نه راځي او معاشونه هم غواړي او معاشوه پریښدولو ته تیار نه دي.

Leave a reply