ناټو د فنلنډ او سویډن د پياوړتیا لپاره له دوی سره ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي

0
120

 ناټو د فنلنډ او سویډن د پياوړتیا لپاره له دوی سره ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي

سویډن او فنلنډ تازه له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي خو ترکیه یې مخالفه ده او د ناټو د غړي په توګه د یادو دوو هېوادونو له یو ځای کېدو سره مخالفت کوي.

 

(2022 / 6 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 ناټو د فنلنډ او سویډن د پياوړتیا لپاره له دوی سره ګډ نظامي تمرینات پيل کړي دي.

  د ناټو د لوی درستیزانو په غونډه کې د امریکايي پوځ لوی درستیز ویلي چې دوی د فنلنډ د پياوړتیا او ملاتړ لپاره دغه ګډ نظامي تمرینات په بالتیک سمندر کې پيل کړي دي.

  دوی د فنلنډ او سویډن د پوځي پیاوړتیا او دغه راز له دغه هېواد سره د خپلې همغږۍ د ښوودلو په موخه ددغه عملیاتو تکل کړی دی.

  سویډن او فنلنډ تازه له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي خو ترکیه یې مخالفه ده او د ناټو د غړي په توګه د یادو دوو هېوادونو له یو ځای کېدو سره مخالفت کوي.

   بلخوا ویل کېږي چې تازه نظامي تمرینات به د روسیې غوسه هم وپاروي.

Leave a reply