د پاکستاني پوځ او سله والو ترمنځ نښتو کې اووه کسه وژل شوي دي

0
177

د پاکستاني پوځ او سله والو ترمنځ نښتو کې اووه کسه وژل شوي دي

د پاکستاني پوځ او سله والو ترمنځ نښتو کې اووه کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پاکستانی پوځ وایي چې د خیبر پښتونخوا په بېلو سیمو کې یې پراخ عملیات کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستاني پوځ او سله والو ترمنځ نښتو کې اووه کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پاکستانی پوځ وایي چې د خیبر پښتونخوا په بېلو سیمو کې یې پراخ عملیات کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوځ مطبوعاتي برخې ویلي چې په خپلو عملیاتو کې یې شاوخوا اووه وسله وال وژلي دي.

په ورته وخت کې پر پاکستاني پوځ هم له اوربند سره سره بریدونه نه دي درېدلي او هره ورځ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

دا بریدونه او نښتې داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستاني حکومت له پاکستاني طالبانو سره د سولې لار خپله کړې ده او د دواړو لورو ترمنځ اوربند هم غځېدلی دی.

Leave a reply