د معاویه مړې ۷ اووه ورځې پس هم برامد نه شو

0
208

نصیب شاه شینواري
نن نه اووه ورځې وړاندې د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه شین پوخ کښې د کابل په سیند کې ډوپ شوي ماشوم نهه کلن معاویه مړې تراوسه نه دې موندل شوي، د ماشوم مور پلار او ځایی اولس د ماشوم مړي نه موندلو له امله سخت ذهني فشار او غم سره مخ دي.

د ضلع خیبر د ریسکیو ۱۱۲۲ دفتر ، ميډيا کوآرډينيټر مقصود عالم آفريدي له لوري یو بیان جاري شوې دې.
په بیان کښې وایی چې د کابل په سیند کې د نهه کلن معاویه له ډوبیدو وروسته ددې ماشوم د مړي راویستلو لپاره د لنډیکوتل په لوی شلمان شین پوخ سیمه کې عملیات بیا پیل شوي دي.

د ریسکیو 1122 ډائریکټر جنرل ډاکټر خطیر احمد او ضلعی ایمرجنسي افسر سید شعیب منصور په لارښوونه د کابل سیند په اوبو کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره پرون هم ترسره شول او نن به بیان دوی هڅې پیل کوي چې د ډوب شوي ماشوم مړې پیدا کړي.

د کابل په سیند کښې ډوب شوې معاویه د خپل پلار سره، معاویه په تصویر کښې ولاړ دې (سره کرښه ترې تاو ده)

د بیان مطابق پرون د ریسکیو 1122 ټیم ټوله ورځ د کشتۍ، سکوبا ډائیونګ او نورو مختلفو لارو په ذریعه لټون جاري وساتلو خو د بدقسمتې له امله د ماشوم مړې په لاس را نغلو.
په بیان کښې ویلی شوي چې د ضلع خیبر ریسکیو ۱۱۲۲د د ژغورنې ټیم د ماشوم مړې راویستلو لپاره په لوی شلمان کښې د کابل سیند په غاړه کیمپ جوړ کړې او هره ورځ عملیات کښې برخه اخلی چې د ماشوم مړې پیدا کړي.
ځایی اولس د ضلع خیبر د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم د ماشوم د راویستلو لپاره شپه او ورځ هڅې په ښو ټکو کښې ستایلي دي.

د کابل سیند په غاړه د معاویه مړې پیدا کولو لپاره د ریسکیو ۱۱۲۲ ټیم عملیات پیل کوي.


د یادونې ده چې د تیرې میاشتې به ۳۱ مه نیټه معاویه چې د مزمل ځوی دې د خپل کلي سره څیرمه د کابل په سیند کښې ډوب شو او ۷ ورځې پس ی هم مړې نه دې موندل شوې.

Leave a reply