روسیې غربي هېوادونو ته له اوکراین سره د مرستې په تړاو خبرداری ورکړی دی
روسیې غربي هېوادونو ته له اوکراین سره د مرستې په تړاو خبرداری ورکړی دی
له دې سره جوخت په پلازمینه کېف کې هم یو ځل بیا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي او روسي ځواکونو ویلي چې هلته یې اوکراین ته د ناټو نوي لېږل شوي ټانکونه په نښه کړي دي.
(2022 / 6 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې غربي هېوادونو ته له اوکراین سره د مرستې په تړاو خبرداری ورکړی دی.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي که له اوکراین سره د غربي هېوادونو د توغندیو او نورو وسلو مرستې همداسې روانې وي نو دوی اړ دي چې ددغه هېواد پر وړاندې خپلې جګړې پراخې کړي او پر لا ډېرو نظامي اقداماتو لاس پورې کړي.
له دې سره جوخت په پلازمینه کېف کې هم یو ځل بیا د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي او روسي ځواکونو ویلي چې هلته یې اوکراین ته د ناټو نوي لېږل شوي ټانکونه په نښه کړي دي.
دا تر څو اوونیو وروسته لومړی ځل و چې روسانو یو ځل بیا پر پلازمینه کېف بریدونه کوي.