هندي پلاوی وایي په افغانستان کې یې دفترونه او پروژې خوندي دي

0
174

هندي پلاوی وایي په افغانستان کې یې دفترونه او پروژې خوندي دي

هندی پلاوی وایي دوی ته همدا راز معلومه شوې چې افغانستان په ډېرو برخو کې پراخو مرستو ته اړتیا لري او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې له دغه هېواد سره د روغتیا، زده کړو، اقتصاد او اوبو رسوونې په برخه کې همکاري ډېره کړي.

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هندي پلاوی وایي په افغانستان کې یې دفترونه او پروژې خوندي دي. کابل ته د هند د راغلي پلاوي غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغان حکومت له چلند ښکاري چې دوی له نړۍ سره د پراخو اړیکو غوښتونکي دي.

د دوی په خبره په کابل کې یې له خپل سفارت او ځینو پروژو لیدنه کړې ده او دا ورته ثابته شوې ده چې هر څه پر خپل ځای دي، سفارت خوندي دی او د هند بشپړې او نابشپړې پروژې خوندي ساتل شوې دي.

Leave a reply