امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

0
203

امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

بلینکن همدا راز د افغان حکومت د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو په اړه ویلي، چې ژر په دې تړاو پرېکړه کېږي خو دا بندیزونه به پر بشردوستانه مرستو منفي اغېز و نه لري.

 

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا یو ځل بیا له نوي حکومت غوښتي چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي که د افغانستان نوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي نو د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته دې درناوی وکړي.

د بلینکن په وینا دمګړی نوي حکومت داسې اقدامات ترسره کړي دي چې د نړیوالې ټولنې د اندېښنو سبب شوي او د تعامل پر ځای یې فاصلې رامنځ ته کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې نوی حکومت دې ژمنې عملي کړي څو نړیواله ټولنه په افغانستان کې په پراخو فعالیتونو لاس پورې کړي.

بلینکن همدا راز د افغان حکومت د مشرانو پر سفرونو د بندیزونو په اړه ویلي، چې ژر په دې تړاو پرېکړه کېږي خو دا بندیزونه به پر بشردوستانه مرستو منفي اغېز و نه لري.

Leave a reply