جمرود تحصیل کښې داخل په جومات کښې د عام اولس په مونځونو بندیز لګیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د جمرود تحصيل د زندان سره څیرمه په ځای کښې جوړ شوي جومات کښي په عام خلقو د لمونځ ادا کولو بندیز لګول شوې دې، ځایی انتظامیه وایی چې دا بندیز ی د امنیتي ستونزو او ګواښونو له امله لګولې دې.
د سب جيل سپرنټنډنټ وويل چې جومات د جيل په احاطه کې موقعيت لرې او هم دې لپاره د ضلع خیبر عدالت د جيل احاطې ته د غير مجاز کسانو د ننوتلو د بندولو په اړه مراسله جاري کړې او د جیل د امنيت د ټينګښت لپاره ی حکم صادر کړى دى.
په دې مراسله کښې عدالت وایی چې بهرني او غیر اړونده کسان لپاره باید دې جومات ته د ورتللو باندې بندیز ولګي.
د یادونې ده چې له دې وروسته به د زندان په احاطه کښې موجود جومات کښې بندیان او ورسره نور سرکاري اهلکار نمونځونه ادا کوي.






