د م،م ځانګړې استازې د ا.ا د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره کتلي دي 

0
216

د م،م ځانګړې استازې د ا.ا د بهرنیو چارو لۀ وزیر سره کتلي دي 

سرچینه کاږي چې لاینز د خپل سفر په اړه چې الماتي ته یې کړی وو متقي ته یې معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا د خصوصي سکتور د ودې په پار له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د چینلو په جوړولو کار کوي.

 

(2022 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې شاملې وې.

سرچینه کاږي چې لاینز د خپل سفر په اړه چې الماتي ته یې کړی وو متقي ته یې معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې دا د خصوصي سکتور د ودې په پار له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د چینلو په جوړولو کار کوي.

په ورته وخت کې مولوي متقي ویلي چې نوی حکومت له ټولو هغو بنسټونو سره د همکارۍ پوره نیت لري چې د افغانستان د بهبود او ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي.

Leave a reply