له څو اونیو ارامۍ وروسته د اوکراين په پلازمينه کيېف کې درنې چاودنې شوې دي

0
207

له څو اونیو ارامۍ وروسته د اوکراين په پلازمينه کيېف کې درنې چاودنې شوې دي

روسيې تېره مياشت هڅه وکړه چې پر دې ښار ولکه ټينګه کړي خو د اوکرايني پوځيانو له سخت مقاومت وروسته يې د خپلو پوځيانو لوری بدل کړ او دا مهال په لوهانسک کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

 

(2022 / 6 /  6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له څو اونیو ارامۍ وروسته د اوکراين په پلازمينه کيېف کې درنې چاودنې شوې دي. د کيېف ښاروال ویتالي کلیتچکو ویلي، چې چاودنې په دوو بېلو ناحيو کې شوې او له کبله يې تر دې مهاله يوازې د يوه کس د ټپي کيدو معلومات خپاره شوي دي.

د چاودنو د څرنګوالي په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي خو په کيېف کې له تېرو څو اونيو راهيسې د بمي بريدونو د ګواښ زنګونه کړنګول کېدل.

روسيې تېره مياشت هڅه وکړه چې پر دې ښار ولکه ټينګه کړي خو د اوکرايني پوځيانو له سخت مقاومت وروسته يې د خپلو پوځيانو لوری بدل کړ او دا مهال په لوهانسک کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

Leave a reply