هرات کې د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي د مالي فساد پۀ تور نیول شوي 

0
161

هرات کې د پاسپورټ ادارې دوه کارکوونکي د مالي فساد پۀ تور نیول شوي 

د کورنيو چارو وزارت وايي چې له فساد سره مبارزه کې جدي دي له همدې کبله يې په تېرو څو مياشتو کې يوازې د هرات د پاسپورټ ادارې ۲۲ کارکوونکي او منسوبين د جعل کارۍ او کمېشن کارۍ په تور نيولي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

(2022 / 6 / 6   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هرات د پاسپورت ادارې دوه کارکوونکي د کمېشن کارۍ، جعل کارۍ او غير اصولي فعاليتونو په تور نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي ياد دوه تنه د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوي او له دندو ګوښه شوي دي.

د يادو کسانو د هويت او دغه راز د هغوی فعاليتونو په تړاو جزيات نه دي خپاره شوی خو تر دې وړاندې په ځلونو د پاسپورټ رياست اړوندو ادارو کې د فساد او فساد ته د لارې برابرولو په موخه د کمکارۍ ادعاوې شوې وې.

Leave a reply