د نور ملک په شان په لنډیکوتل کښې هم خوراکي توکي ډیر زیات ګران شوي

0
194

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان کښې د پټروليم مصنوعاتو د بيعو له لوړيدو سره د خوراکي توکو بيعې هم لوړې شوې دي چې له وجهې عام اولس د سختو مالي ستونزو سره مخ دې.

د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو د لوړيدو وروستو د خوراکي څيزونو بیعې په لنډي کوتل بازار کښې هم لوړې شوي دي.
په لنډیکوتل بازار کښې د وړو بیعې هم لوړې شوي دي، یو ځایی تن صادق مطابق د وړو ۲۰ کلو بوجې تر ۱۶۰۰ او۱۷۰۰ روپو ته لوړه شوي دي او د غوړو د ۵ کلو لوټې قیمت هم تر ۲۶۰۰ او ۲۷۰۰ روپۍ ته لوړ شوې دې.
د دال ماش یو سیر بیعه 380 روپۍ ده او دال 320 کلدارې. د وريجو بيعه ۳۰۰ روپۍ فی سیر ته لوړه شوې ده . غټ وريژې 120 روپۍ، لوبیا 280 روپۍ، د چولې دال بیعهه 350 روپۍ ده، د چنې بيه 240 روپۍ سیر او د بورې بیعه فی سیر 110 روپۍ ده. د غوړو یو کلو کڅوړه تر 480 روپۍ ته لوړه شوې ده.
د ځایی دوکاندارانو مطابق د اوړو یوه کڅوړه، ۲۰ کلو 1700 روپۍ او 1,650 روپۍ ته لوړه شوې ده او د نورو خوراکي توکو نرخونو کښې هم ډیر زیاتوالۍ راغلې دې.

Leave a reply