د خیبر پولیسو د نشه ی توکو د ناوړه کاروبار کوونکو په ضد کاروایی کړې

0
80

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر مسجد علي مسجد پوليسو د نشه يي توکو د کاروباريانو او قاچاقبرانو په ضد کاروائي کښې 12 کلو ګرامه چرس نيولي دي۔

د تفصيلاتو ترمخه د ډي پي او خيبر په امر د نشه يي توکو د کاروباريانو او سمګلرانو په ضد کاروائي په کاميابۍ سره رواني او تراوسه پورې یو شمیر داسې کسان نیول شوي دي چې په دې ناوړه کاروبار کښې ککړ دي.
ایس ایچ او علي مسجد امجد افریدي د الاچه سرک په حدود علي مسجد سیمه کې د ګشت کولو په مهال یو شکمن موټرسائکل سوار ته د ګزمې په وخت د ودریدول اشاره وکړه .
د سرچینو ترمخه چې کله په موټر سایکل سپور تن پلټنې وشوې نو د هغه څخه نشه توکي ترلاسه شول. پولیس ملزم ګرفتار کړو او د نورو تحقیقاتو لپاره یې علي مسجد پولیس سټیشن ته منتقل کړې دې او د تورن تن څخه پلټنې پیل شوي دي.

Leave a reply