د عمران خان په نیولو د پي ټي آیی مشران غبرګون مخې ته راغلې

0
208

باغی ټي وي رپورټ
دپاکستان تحريک انصاف وائيس چيئرمين شاه محمود قريشي وئيلي دي چې دعمران خان نيول به سياسي حماقت وي اؤ دهغه نيول کيدو به سخت ردعمل وي.

د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د پي ټي آئي د کور کميټۍ غونډه شوې چې پکښې يو شمير پريکړې شوې دي۔

د ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو كښې شاه محمود قريشي د وزيراعظم د د ډا يالوګ وړانديز رد كړو او ويې ويل چې دوي د ډالوګ په حق كښې دي خو خبرې د چا سره كولې شي چا سره چې ميډيټ وي، هغه وایی چې هغه خلقو سره به څه د معیشت ښه کولو خبرې وشي چې په مونږ مسلط کړې شوي وي.

ده ووئيل دا فيصله شوې ده چې پي ټي آئي به په پنجاب كښې ضمني ټاكنو كښې په بشپړه توګه برخه اخلي۔

شاه محمود قريشي وويل رانا ثناءالله دعمران خان دنيولو اراده لري، دعمران خان نيول به سياسي حماقت وي، پي ټي ائي به دعمران خان په نيولو سخت غبرګون وښيي.

Leave a reply