عمران خان هم د بهارتي جنتا ګوند د ویاند ناوړه بیان غندنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د هند د هندو افراطي واکمن ګوند بي جي پي وياند نبي کريم ته د سپکاوي په اړه د پخواني لومړي وزير عمران خان څرګندونې مخې ته راغلي دي.
عمران خان پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ویلي، زه زموږ پر ګران پیغمبر د بهارتیه جنتا ګوند د یوه ویاند د کرکې وړ برید په کلکه غندم.
هغه وویل چې د مودي حکومت په قصدي توګه په هند کې د تاوتریخوالي لپاره د ډلو هڅولو او همدارنګه د مسلمانانو پروړاندې د کرکې او هڅونې یوه قصدي تګلاره تعقیبوي.
عمران خان وئيلي دي چې زمونږ د پيغمبر(ص) په پاک ذات باندې دا ډول بريد تر ټولو غمجنه عمل دے، هغه اوویل چې د مسلمانانو په خلاف هر څوک دا کار کولې شي ځکه چې مونږ مسلمانان د خپل ګران رسول (ص) سره ډيره مينه او احترام لرو.
هغه غوښتنه وکړه چې نړیوال اسلامي سازمان (OIC) دې د مودي د هند پر ضد سخت اقدام وکړي چې د اسلام ضد سیاستونو سره سره تر اوسه بچ پاتې شوی دی.
ياده دې وي چې د بي جي پي وياند نوپور شرما د يو ټي وي چينل په پروګرام کې د اسلام او پيغمبر په اړه متنازع څرګندونې کړې وې.
هند او بهر د بي جي پي د وياند د سپکاوي په بيان باندې ژور خفګان او غصه څرګنده شوې دې، په مسلمانو هیوادونو کښې د هند د خارجه دفتر سفیران د احتجاج په توګه رابلل شوي دي او دوی ته ددې سپکاوي په اړه سخت احتجاج شوې دې. د هند په ښارونو کې له مظاهرو او لاریونونو وروسته پولیسو په یو اړخیزه عملیاتو کې د ۱۵۰۰ مسلمانو اتباعو پرضد مقدمې درج کړې او ګڼ کسان یې نیولي دي.
ہمارے پیارے نبی پاک ﷺ پر بھارتیہ جنتا پارٹی کی ایک ترجمان کے نفرت انگیز حملے کی شدید ترین مذمت کرتا ہوں۔ مودی سرکار جان بوجھ کر بھارت میں جتھوں کو تشدد پر اکسانے کے ساتھ مسلمانوں کیخلاف اشتعال انگیزی اور نفرت کے فروغ کی سوچی سمجھی حکمتِ عملی پر کاربند ہے۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) June 5, 2022