د پښتنو په سیمه کښې عمران خان او د هغه میرمن ته تاریخي پروټوکول ورکړل شول
باغي ټي وي رپورټ
عمران خان او د هغه میرمن ته د خیبر پښتونخوا حکومت تاریخي پروتوکول ورکړل، که یو طرف د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو غرونو کښې اورلګیدلې او هیلي کاپټر د اور وژنې لپاره کارول ضروری وو نو بل اړخ ته د خیبر پښتونخوا په سرکاري هیلي کاپټر کښې عمران خان عوامي غونډو له تللو. سرچینې.
د سرچینو ترمخه پیښور ته د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې د راتګ او ورتګ پر مهال د پردي ځانګړي انتظامات شوي وو او وزيراعلي هاؤس خالي کړې شوې وو.
د بشری بي بي د راتګ او ورتګ په وخت د وزیر اعلی هاؤس ټول کارکونکي بهر ته ولیږل شول.د سوات په سیمه کې هم اورلګیدنې د عمران خان او بشری بي بي پروټوکول ته زیان رسیدلې
د سوات په سیمو کې د اور وژنې لپاره د خیبر پښتونخوا حکومتي هیلي کاپټرو نه کار اخیستل شوی: سرچینې
د خېبرپښتونخوا حکومت په غوښتنه سرچینې وایی چې وزيراعظم شهباز شريف د اور د خپرېدو مخنيوي لپاره د هيلي کاپټرو کارولو اجازه ورکړې وه خو د سوات په غرونو کښې د اورلګیدنې له امله ډیر زیان رسیدلې دې.
سرچینې وایی چې داسې وخت کښې خبر راغې چې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ویلي، چې عمران خان له خپلې مېرمنې سره اسلام اباد ته روان و
د ماسپښین ۱:۱۰ بجې عمران خان او مېرمن یې د خیبر پښتونخوا په سرکاري چورلکه کې اسلام اباد ته سفر پیل کړل.
د عمران خان د امنیت لپاره ګمارل شوي اهلکار په ګاړیو کښې د اسلام آباد په لور سفر پیل کړو.
د چورلکې په اړه د لومړي وزیر د اجازې د رسنیو راپورونو وروسته د هیلیکوپټر غوښتنه بیرته واخیستل شوه.
د سرچینو ترمخه د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري د وزيراعظم دفتر ته زباني اوویل چې اور لګيدنه قابو کړې شوې ده او اوس د هيلي کاپټر ضرورت نشته.