د پي ټي ایی پخواني غړي ته پاکستان مسلم لیګ ن ټکټ ورکړې دې

0
171

باغي ټي وي رپورټ
مسلم لیگ (ن) د پنجاب اسمبلۍ ضمني انتخاباتو کښې د تحریک انصاف ډي سیټ غړي نذیر چوهان ته ټکټ جاري کړی دی.

د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ په شلو څوکیو ضمني انتخاباتو لپاره امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.

لاهور کښې مسلم لیگ (ن) د پنجاب اسمبلۍ حلقه پی پی 167 نه د پي ټي آئي غړي نذیر چوهان ته ټکټ جاري کړی دی.

نذیر چوهان په پی پی 167 ضمنی انتخاباتو کښې د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړی دی. د مسلم ليګ ن قومي اسمبلۍ غړي شائستہ پرويز ملک او علي پرويز ملک هم ورسره وو.

د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو نه پس ميډيا سره خبرو کښې نذير چوهان اوويل چې د مسلم ليګ ن مننه کوم چې ده ته ټکټ ورکړے شوے دے۔ده ووئيل عمران خان هېواد د تباهۍ کندې ته بوتلو اوس زما په حلقه کښې داسې څوک نشته چې د پي ټي آئي نوم واخلي، مونږ د ملک لپاره سياست کوو، عمران خان د ملک د تباهۍ سياست وکړ.نذير چوهان وويل عمران خان د نواز شريف او شهباز شريف په ضد د يوې روپۍ کرپشن هم نۀ شي ثابتولی.

Leave a reply