وزیراعظم شهباز شریف د هند د بي جې پي ویاند له لوري د پیغمبر اسلام په شان کښې د ګستاخۍ غندنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د هند د واکمن ګوند بي جي پي وياند لخوا د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي سخته غندنه کړې ده.
په يو بيان کې وزيراعظم وويل مونږ په وار وار ويلي دي چې د فاشيست مودي په مشرۍ کې هند مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې کوي، په هند کې مسلمانان ځورول کيږي او نړۍ بايد د هند د تندلاريتوب نوټس واخلي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې زمونږ لپاره د رسول الله ﷺ سره د محبت نه زيات بل څه نشته، ټول مسلمانان د رسول الله ﷺ د مينې او عزت لپاره خپل ژوند قربانولی شي۔
ياده دې وي چې د بي جي پي وياند نوپور شرما د يو ټي وي چينل په پروګرام کې د اسلام او پيغمبر په اړه متنازع څرګندونې کړې وې.
هند او بهر په مسلمانه نړۍ کښې د بي جي پي د وياند د پیغمبر اسلام په اړه د سپکاوي په بيان باندې ژور خفګان او غصه څرګنده کړې ده. د هند په ښارونو کې له مظاهرو او لاریونونو وروسته پولیسو په یو اړخیزه عملیاتو کې د ۱۵۰۰ مسلمانو اتباعو پرضد مقدمې درج کړې او ګڼ کسان یې نیولي دي.
په کانپور کې د احتجاج په بلنه سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، پرون د دواړو ډلو ترمنځ نښتې وشوې، پولیسو په یو اړخیز اقدام کې پر مسلمانو مظاهره چیانو ډبرې او اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، په داسې حال کې چې په بریلي کې د سختو مظاهرو په پایله کې پولیس په یو اړخیزه توګه پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.
له بلې خوا په عربي هېوادونو کې هم د خلقو سخت اعتراضونه او احتجاجونه روان دي، مصر، سعودي عربستان، قطر، بحرین او کویت د هندي توکو څخه د بایکاټ اعلان کړی او له هند څخه ی د وارداتي توکو د نه کارولو غوښتنه کړې ده.