د سود په اړه وزیراعظم شهباز شریف مهه خبره کړې ده

0
146

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي څوک د سود په اړه د قرآن پاک د حکم څخه د سرغړونې سوچ هم نه شي کولې.

لاهور کې يوې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف وويل مونږ بايد په نړۍ کې داسلامي بلاک په سر کې واى خو نن دنورو هيوادونو څخه قرضې اخلو.

د سود په اړه خبرې كولو سره شهباز شريف ووئيل چې د قرآن كريم د سود په اړه كومه خبره شوې ده د هغه نه د سرغړونې سوچ هم نشي كولې۔
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې وفاقي شرعي عدالت په هېواد کې موجوده سود نظام د اقتصادي نظام عيب بللى و او حکومت ته يې امر کړى و چې په پنځو کلونو کې دې د سود نه پاک اقتصادي نظام نافذ کړي.

د هېواد د اقتصاد په اړه په خبرو کې وزيراعظم وويل د بنګله دېش خلق يو بار نه وو بلکې د بار په توګه وړاندې کړل شوي وو، نن د بنګله دېش برآمدات ٤٠ اربه او زمونږ ٢٧ اربه ډالره دي.وزيراعظم وويل که چرې مونږ پاکستان پرمختګ کول غواړو نو مونږ ته به د انا او ضد نه بهر تلل پکار وی، که اشرافیه اووای چې تاسو په خپله وړاندې لاړ شې او په مونږ دې کوم بار را نه شي نو داسې دا هیواد نه شي چلیدې او نه وړاندې پرمختګ کولې شي.

Leave a reply