د ا.ا مرستال ویلي چې د هېواد د ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي 

0
238

د ا.ا مرستال ویلي چې د هېواد د ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي 

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له هېواده د وتلیو افغانانو سره د تماس کمیسیون په هڅو یو شمېر افغان کادرونه چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له هېواده وتلي وو بېرته راستانه شوي دي.

 

(2022 / 6 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې هېواد ته له راستنو شویو کادرونو او متخصصینو سره لیدلي دي.

د نوموړي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې راستنو شویو کادرونو ویلي چې هېواد او خلکو ته د خدمت لپاره بېرته هېواد ته راستانه شوي او غواړي چې د ا. نظام تر چتر لاندې د خپل خلکو پر وړاندې ورترغاړې مسوولیت ادا کړي.

په ورته وخت کې د رییس الوزرا دویم مرستیال ویلي چې دوی د ټولو هغو افغانانو هرکلی کوي چې هېواد ته د خدمت نیت لري او ټینګار کوي چې ا.ا د هېواد د ابادۍ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له هېواده د وتلیو افغانانو سره د تماس کمیسیون په هڅو یو شمېر افغان کادرونه چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته له هېواده وتلي وو بېرته راستانه شوي دي.

Leave a reply