برېټانیا وايي په اوکراین کې به د روسیې جګړه ورو او له لګښتونو ډکه شي

برېټانیا وايي په اوکراین کې به د روسیې جګړه ورو او له لګښتونو ډکه شي
د سرچینې په خبره له همدې امله به په اوکراین کې د روسیې جګړه ورو او له لګښتونو ډکه شي. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم ویلي چې جګړه به روسیې ته په لوړه بیه تمامه شي.
(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
برېټانیا وايي په اوکراین کې به د روسیې جګړه ورو او له لګښتونو ډکه شي. د برېټانیا ددفاع وزارت وايي چې اوکراین ته تازه پرمختللې وسلې په رسېدو دي چې د روسیې مخه به ونیسي.
د سرچینې په خبره له همدې امله به په اوکراین کې د روسیې جګړه ورو او له لګښتونو ډکه شي. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم ویلي چې جګړه به روسیې ته په لوړه بیه تمامه شي.
تازه راپورونه وایي چې په ځینو شمالي ولایتونو کې روسي عسکر شاتګ ته اړ شوي دي
. امریکا یو ځل بیا ژمنه کړې چې د اوکراین تر څنګ درېږي او پرمختللې وسلې به یې په واک کې ورکړي.