افغان مېرمنې روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نلري

0
175

افغان مېرمنې روغتیايي خدماتو ته کافي لاسرسی نلري 

دغه اداره وایي سره له دې هم دوی هڅه کړې چې روان کال زرګونه افغان مېرمنو ته روغتیايي خدماتو وړاندې کړي او دغه روغتیايي خدمات یې تر ډېره د زېږون او میندوارۍ پر مهال ترسره کړي دي.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان مېرمنې روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. د کډوالو نړیوالې ادارې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د کډوالۍ او بېځایه کېدو له امله روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ګران شوی چې له امله یې افغان مېرمنې تر بل هر چا په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو او تر څنګ یې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو کمښت ددې سبب شوی چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لا ګران شي.

دغه اداره وایي سره له دې هم دوی هڅه کړې چې روان کال زرګونه افغان مېرمنو ته روغتیايي خدماتو وړاندې کړي او دغه روغتیايي خدمات یې تر ډېره د زېږون او میندوارۍ پر مهال ترسره کړي دي.

Leave a reply