ميدان وردګ؛ د کوچیانو او ځايي هزاره وو د ستونزو د حل لپاره يو پلاوی ټاکل شوی 

0
161

ميدان وردګ؛ د کوچیانو او ځايي هزاره وو د ستونزو د حل لپاره يو پلاوی ټاکل شوی 

یاد پلاوي د ميدان وردګو ولايت مقام په غونډه کې د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو سره لیدلي او د هزاره قوم په مشرۍ یې د ستونزو او شخړو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ کړی.

 

(2022 / 6 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کوچیانو او هزاره جات ځايي اوسېدونکو تر منځ د ځینو ستونزو او شخړو د حل او د سیمې بررسي په موخه د سرحداتو او قبایلو د سرپرست وزیر ملا نور الله نوري په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي میدان وردګو ته سفر کړی.
یاد پلاوي د ميدان وردګو ولايت مقام په غونډه کې د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو سره لیدلي او د هزاره قوم په مشرۍ یې د ستونزو او شخړو د حل په موخه یو ګډ کمیسیون جوړ کړی.
په دغه لیدنه کې ټینګار شوی چې خپل منځي ستونزې تل د خبرو له لارې حل کړي.

Leave a reply