بنګلدیش کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده 

0
156

 بنګلدیش کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده 

که څه هم تر اوسه په دغه زېرمتون کې د اورلګېدنې او چاودنې علت نه دی په ډاګه شوی، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه ګودام په یوه برخه کې کیمیاوي توکي ساتل کېدل.

 

(2022 / 6 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بنګله‌دېش په «سیتاکنډا» ښار کې یوه زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې ۱۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، چې دا چاودنه د ارولګېدنې په یوه ځای کې شوې، چې د اور وژونکې ډلې کسانو ته هم پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بنګله‌دېش په سویل ختیځ کې د یوه روغتون د مسوولینو په خبره، چې په ټپیانو کې ۲۰ کسان داسې هم دي، چې له ۶۰ تر ۹۰ سلنه سوځېدلي دي.

که څه هم تر اوسه په دغه زېرمتون کې د اورلګېدنې او چاودنې علت نه دی په ډاګه شوی، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه ګودام په یوه برخه کې کیمیاوي توکي ساتل کېدل.

ویل کېږي، دا چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۴ کیلو متره لرې د پرتو ودانیو ښيښې ماتې شوې دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې د دغه زېرمتون د کارکوونکو په ګډون پولیس او اور وژونکي هم مړه او ټپیان شوي دي.

Leave a reply