د جنوبي کوریا پوځ ویلي، چې شمالي کوریا د سمندر په طرف یو بل بالستیک توغندی ازمایلی دی

0
136

 د جنوبي کوریا پوځ ویلي، چې شمالي کوریا د سمندر په طرف یو بل بالستیک توغندی ازمایلی دی

 

بل لور ته امریکا او جنوبي کوریا ویلي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د اتومي وسلو بیا ازمايښت ته چمتوالی نیسي، خو په وینا یې که دا ځل دا ازموینه وکړي، دوی به پرې بندیزونه سخت کړي.

 

(2022 / 6 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د جنوبي کوریا پوځ ویلي، چې شمالي کوریا د سمندر په طرف یو بل بالستیک توغندی ازمایلی دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، چې دا په روان میلادي کال کې اتلسم توغندی دی، چې شمالي کوریا یې ازمایي.

که څه هم شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جاپان حکومت ویلي، چې ښايي دا توغندی ازمایل شوی وي.

خو شمالي کوریا یوازې بالستیک توغندي نه، بلکې د غږ څخه چټګ (هایپر سونیک)، تاکتیکي اتومي وسلې او لیرې واټن ویشتونکي بین القاروي توغندي او وسلې یې هم آزمایلي دي.

بل لور ته امریکا او جنوبي کوریا ویلي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د اتومي وسلو بیا ازمايښت ته چمتوالی نیسي، خو په وینا یې که دا ځل دا ازموینه وکړي، دوی به پرې بندیزونه سخت کړي.

خو شمالي کوریا بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply