پاکستان وایي‌ د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادرات ډېر شوي دي

0
49

پاکستان وایي‌ د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادرات ډېر شوي دي

د پاکستاني حکومت په خبره دوی تېر کال د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغانستان واردات ترسره کړي‌ وو،‌ چې اوس دا شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

 

(2022 / 6 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان وایي‌ د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادرات ډېر شوي دي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي‌ چې له افغاستان سره تر ځینو اقتصادي‌ موافقو وروسته یې ددغه هېواد له لارې منځنۍ اسیا ته په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

سرچینه همدا راز وایي چې افغانستان ته یې صادرات کم شوي دي‌ خو له افغانستان یې په وارداتو کې ډېروالی راغلی دی.

د پاکستاني حکومت په خبره دوی تېر کال د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغانستان واردات ترسره کړي‌ وو،‌ چې اوس دا شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

پاکستان همدا راز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ۲۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلي‌ دي‌ چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښيي.

Leave a reply