پاکستان د زرګونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده

0
87

پاکستان د زرګونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده

پاکستان د زرګونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده. پاکستاني حکومت ویلي چې د کډوالو د عالي‌ کمېشنرۍ په مرسته یې په دغه هېواد کې د میشتو شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده.

 

(2022 / 6 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان د زرګونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده. پاکستاني حکومت ویلي چې د کډوالو د عالي‌ کمېشنرۍ په مرسته یې په دغه هېواد کې د میشتو شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د تاییدۍ لړۍ بشپړه کړې ده.

سرچینه کاږي چې دا کډوال له دوی سره راجسټر و او د تایید اړتیا یې وه،‌ ځکه په تېرو لسو کلونو کې د افغان کډوالو ثبت او تاییدي‌ نه وه شوې.

د کډوالو عالي‌ کمېشنري‌ وايي‌ په دې سره به دوی د کډوالو اړتیاوې پوره کړی شي‌ او له دوی سره به تر خپلې وسې مرستې وکړي.

پاکستان وايي‌ چې دغه هېواد کې یې شاوخوا یو میلیون میشتو کډوالو ته ځیرک کارټونه هم ورکړي‌ چې یو کال وخت لري.

Leave a reply