پنجاب کښې د وزیرانو سرکاري پیټرول کارولو باندې بندیز لګیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
صوبائي وزير عطاء الله تارڑ وئيلي دي چي په پنجاب کښي د وزيرانو په حکومتي پیټرل کارولو بنديز لګولي شوي دي۔
لاهور کې ميډيا سره خبرو کې عطاء تارړ وويل عمران نيازي په خپل دوره کې ملک او ولس په دواړو لاسونو لوټ کړی، د عثمان بزدار په کور کې د خلقو پيسې په بې رحمانه توګه مصرف شوي دي.
هغه وويل، پنجاب پرېکړه کړې چې د اوړو د قاچاق د مخنيوي لپاره د پنجاب پر پولو کلکې څارنې وکړي.
عطاء تارړ وويل، په پنجاب کې پر وزيرانو له دولتي پيسو د پټرول په کارولو بنديز لګول شوى، هېڅ وزير به دولتي پټرول نه اخلي، ټول وزيران به په شخصي لګښت پټرول راوړي، د دولتي کارونو لپاره تلونکي وزيران هم په شخصي لګښت پټرول راوړي. په وزيراعلي هاؤس باندي په فضول خرچي باندي سمدستي بنديز لګولو فيصله شوي ده، پنجاب حکومت به په بجټ کښي لوئي رليف ورکوي او بيلابيلې سبسډي به هم ورکوي۔
پاکستان اولس او د پنجاب خلقو د صوبایی حکومت دې پریکړې ستاینه کړې ده.





