حکومت د کفایت شعارۍ کولو کمپاین پیل کړی دی

0
168

باغی ټي وي رپورټ

حکومتي سرچينو ويلي د وفاقي کابينې د غړو د پټرول په کوټه کې د ۴۰ فيصده کمولو وړانديز شوی او د ټولو وزارتونو د حکومتي چارواکو د پټرول کوټې د کمولو پرېکړه شوې ده.

دسرچينو ترمخه دکابينې غړو اؤ حکومتي چارواکو دبجلۍ، ګيس اؤ ټليفون بلونو کې دکمي اؤ په ټولو وزارتونو کې دبدلون دبندي کولو تجويز هم ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په ټولو وزارتونو کې د افسرانو لپاره د نويو موټرو پر پېرلو بنديزهم لګول شوى دى

د يادونې وړ ده چې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د پرله پسې زياتوالي وروستو سندهه او پنجاب د کابينې غړو لپاره د پټرولو په کوټه کښې څلويښت فيصده او د خيبرپښتونخوا 35 فيصده کمښت لګولې دې۔
اولس د صوبایی او وفاقي حکومت دې پریکړې ستاینه کړه ده او ویلي ی دي چې سره به د تیلو لګښت کم شي او حکومت ته په ګټه وشی او د عوام ټیکس پیسې به په ځای ولګي.

Leave a reply